ایکنانیوز د ملت خبری آژانس له قوله رپور راکړ،د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف چې د اسلامی پارلیمانونو د اتحادئې په پنځه ویشتمې ناستې کې د ګډون لپاره انډونیشیا ته سفر کړی ؤ،د جکارتا دجامع جومات د جعې لمانځه په دوه لکه کسیز ټول کې ئې پځپلې وینا کې ووئيل،تاسو ټولو لمونځ ګوزارو ته د ایران د رهبر او د ولس د ورورولۍ پیغام او تود سلام وړاندې کوم.ائ زما خوئيندو او وروڼو ، په دې شیبو کې چې زه او تاسو په بشپړ امنیت کې له یوه بل سره خبرې کوو،په غزې تړانګې کې د مونږ خوئيندې ووروڼه ، په کورونو، روغتونونو ،ښونځیو او کیمپونو کې هره شیبه فضا ته سترې غړوي چې کله د وحشي اسرائيلو جنګي الوتکې بیا په فضا کې راڅرګندیږي او د دوي کورونه، جوماتونه ،کیمپونه او حتی روغتونونه بمباري کوي.
قالیباف دغه راز ووئيل، نن سبا د غزې مسلمان ماشومان او ښځې نه یوازې یوه شیبه د صهیونیسټي وحشي پ،ځیانو د حملو په وسیله له وژلو آرامښت نه لري، بلکې لوږه ، تنده او قخطي هم ورته اجازت نه ورکوي چې د دوي ژړه او فریادونه غلي شي.وحشي او جنایتکار صهیونیسټي پوځیان حتی ناروغانو ته ددرملو د رسولو اجازت هم نه ورکوي.د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) چې د مونږ ټولو ځانونه ورڅخه قربان شه ، په یوه مشهور حدیث کې فرمائي ؛
من سمع مسلما ینادی یا للمسلمین فلم یجبه فلیس بمسلم ؛ هرچا د یوه مسلمان چغه واوریده چې چغې وهي ائ مسلمانانو له مونږ سره مرسته وکړئ، او ورته ئې ځواب ورنه کړ، نو مسلمان نه دی.زما مسلمانو خوئيندو او وروڼو! اوس د غزې د خلکو ،د غزې د ماشومانو ، دغزې د میرمنو ، د غزې د ناروغانو ما او تاسو ته سترګې نیولي دي، دوي له مونږه تمه لري څو ددوي ترڅنګ ودریږو، دوي له مونږه غواړي د دوي دمظلومیت چغه شو او دوي په دغو سختو شپو ورځو کې یوازې پرې نږدو.
هغه پخپلې وینا کې جوته کړه ، هغه ورځ چې حضرت امام خمیني د مونږ په هیواد کې پاڅون وکړ، او داستکباري نظام لاسپوڅی رژيم ئې له خپل هیواده وشړه، نو له قرآن کریم څخه ئې مونږ ته دوه تعلیمات ئې مونږ ته راوښودل، ، اول دا چې وَاعتَصِموا بِحَبلِ اللَّهِ جَمیعًا وَلا تَفَرَّقوا» یعني له خپلو ټولو مسلمانو خوئيندو او وروڼو سره هغه که په شیعیان وي او که سنیان ،په یوځای د خدای پر رسئ منګولې ښخې ړئ او تیټ پرک مه کیږئ. دوهم هغه باؤر چې امام خمیني مونږ ته راوښود، دا ؤ چې ؛لا تَظلِمونَ وَلا تُظلَمونَ»
یعني مه ظلم کوئ او نه هم ظلم منئ. امام خمیني په خدای باندې په توّکل سره هیڅکله هم د ظلم پيټی نه وړلو.هغه له هماغه پیله وئيل چې د پاچا رژيم د اسلامي نړۍ په ضد یوه سرطاني دانه ده او باید په مقابل کې ئې ودریدل شي. اوس د هغه خبرې نه یوازې ددنیا مسلمانان بلکې ددنیا درست آزادي غواړي کوي،او د هغه دخبرو چغې پورته کوي او د مونږ خلک د خپل ارواښاد امام پر خبرو په باؤر سره وتوانیدل،هرڅه مو چې کولی شول له دغو خلکو سره مو مرسته وکړه او هیڅ ډول ګواښ او دباؤ مونږ له دغې انساني او اسلامی دندې څخه ونه غړول شوو او مونږ به ددغې لارې په دوام کې هم په خدای باندې په تکیې سره له خپل ملاتړه هیڅکله هم لاس په سر نه شو.
د ایران د اسلامی شورا مشر پخپلې وینا کې ووئيل،د مونږ اوسنی اسلامی دنده ده چې د یوه بل ترڅنګ ودریږو،په اتحاد او وحدت او یووالي سره اجازت ورنه کړو، نړیوال استکباري نظام هغه ترټولو لوی نسل وژنې ته چې تاریخ پخپلو سترګو ولیدله ،دوام ورکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4282738